د خیبر پښتونخو او قبایلي سیمو استاذانو کلنې د رخصتۍ سفري الاؤنس بيرته بحال کړل شو

0
87

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا لومړنيو تعليماتو رياست په ښوونځيو کې د کلنيو رخصتيو پر مهال د استاذانو څخه د کانفرانس الاؤنس بيرته بحال کړ. ښوونکو ته لارښوونه شوې چې د تیر کال د جولای راهیسې د دوی له معاشونو څخه کمې شوې ټولې پیسې بیرته ورکړي. د يادونې وړ ده، چې په ټولو دولتي ښوونځيو کې د ژمي او اوړي په کلنيو رخصتيو کې ښوونکو ته د تګ راتګ تخفيف نه ورکول کېږي او د رخصتيو په موده کې د ښوونکو له معاش څخه مياشتنی تخفيف اخيستل کېږي.

سرچينې وائي چې دغه اقدام په ٢٠١٩م کال کې دځينو ضلعو دښوونکو لخوا دخيبرپښتونخوا په سروسز ټريبيونل کې چيلنج کړى شوى ؤ اؤ په ورستو کلونو کې دا معامله دنورو استاذانو لخوا هم په سروسز ټريبيونل کې راپورته شوې وه چې په اړه يې سروسز ټريبيونل دغه استاذانو ته حکم ورکړى ؤ. په اپيل باندې د کنونشن الاؤنس بحالولو حکم جاري کړے شوے دے۔سرچينو ترمخه د سروسز ټريبيونل په فيصله عمل درآمد نه کولو په اړه په سپريم کورټ کښې د خيبرپښتونخوا حکومت په ضد د مسقط خان د مقدمې اورېدنه هم روانه ده۔ چې سترې محکمې هم د استادانو په حق کې پرېکړه وکړه.

د دې تر څنګ په سروسز ټريبيونل کښې د عمل درآمد مقدمه هم دائر کړې شوې وه چې پکښې سروسز ټريبيونل نارضايتي څرګنده کړې وه او د تعليم محکمي ته ئي هدايات ورکړے وو چې دغه فيصله دې په سختۍ سره عملي کړي او د تعليم د سيکرټري او ډائريکټر تنخواګاني دې عملي کړي۔ د ابتدايي تعليم رياست د کنونشن الاؤنس بحالولو په اړه اعلاميه جاري کړې ده. د بيان ترمخه د سترې محکمې د 7 جولائي 2022 د پرېکړې په رڼا کې د سکولونو استاذانو ته د کلنۍ رخصتيو په مهال د کنونشن الاؤنس بحال کړی شوی او استاذانو ته هدايات شوي چې د خپلو تنخواګانو نه کمې شوې رقم واپس کړي.

Leave a reply