وزيراعظم شهباز شريف د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي ته د اعتماد رايې ورکولو په معامله د خپل پارټۍ او پيپلز پارټۍ غړو یو کمیټي جوړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي ته د اعتماد رايې ورکولو په معامله د خپل پارټۍ او پيپلز پارټۍ غړو باندې مشتمل کميټي جوړه کړې ده۔
د شهباز شريف په مشرۍ کښې د مسلم ليګ (ن) مشرانو مشاورتي غونډه شوې چې پکښې د پنجاب په سياسي صورتحال خبرې اترې شوي دي۔
دسرچينو ترمخه وزيراعظم دپيپلز پارټۍ اؤ مسلم ليگ(ن) په مشرانو مشتمله کميټۍ جوړه کړې ده چې پکې به دقانون وزير نذير تارڑ، سعد رفيق، رانا ثناء الله، عطاء تارڑ اؤ حسن مرتضى شامل وي.
سرچينې وائي چې کميټۍ به په پنجاب کې د اعتماد رايې اخستو په اړه فعاله وي، د کميټۍ مقصد د وزيراعلي څخه د اعتماد رايې اخستلو په ورځ د ټولو قانوني او آئيني اړخونو جائزه کول دي.
په غونډه كښې شريكانو ووئيل چې تېر ځل د پنجاب اسمبلۍ سپيكر او وزيراعلي په ټاكنو كښې درغلۍ شوې وې ولې دا ځل به پروېز الهي او پي ټي آئي ته د ايوان كار ماحول خرابولو اجازه نه وركوي۔
دسرچينو له مخې قانوني ټيم به دجنورۍ په 11مه نيټه دپورې تيارۍ سره هاي کورټ ته حاضريږي.





