د باران وریدلو لامل جوړیدونکې غربي بادونه شمالي بلوچستان ته داخل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د باران وریدلو لامل جوړیدونکې غربي بادونه شمالي بلوچستان ته داخل شوي دي.
د قدرتي افتونو د انتظام صوبايي ادارې (PDMA) له مخې نن سهار د بلوچستان په مختلفو سیمو کې د باران او واورې وریدو امکان دی.
د پي ډي ايم اے ترمخه د اتوار تر ماسپښين پورې د ملک په لوړو سيمو کښې د لويديځو هواګانو امکان دے چې له وجې به په زيارت، قلعه سيف الله، ډکي، هرنائي، ژوب، بارکان، شيراني، نوکنډي، دالبندين کښې د باران امکان دے.
د دې تر څنګ د پشین، قلعه عبدالله، زیارت، قلعه سیف الله په غرونو کې د واورې ورېدو اټکل شوی، خو د واورې ورېدو له امله ملي لویې لارې او نښلوونکې لارې د اغېزمنېدو امکان دی.
د پي ډي ايم اے ترمخه د لويديځ نظام به د اتوار او دوشنبې تر شپې پورې د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو متاثره وي۔PDMA وايي چې د اړوندو ضلعو ډپټي کمشنرانو ته د ضروري ګامونو پورته کولو لپاره خبرداری ورکړی شوی دی.





