د پيښور اسلاميه کالج يونيورسټئ کښي د غير متعلقه کسانو دې تعلیمي ادارې ته په دننه راتلو بنديز لګولي شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پيښور اسلاميه کالج يونيورسټئ کښي د غير متعلقه کسانو دې تعلیمي ادارې ته په دننه راتلو بنديز لګولي شوي دي۔
د انتظامیې له مخې یوازې عادي محصلینو ته به په یونیفورم کې پوهنتون ته د ننوتو اجازه وي، د ضروري دفتري کارونو لپاره لیدونکي به د وزیټر کارت سره پوهنتون ته داخلیږي.
انتظاميه وائي چي يونيورسټئ کښي د سياسي کيپونو، بيرغونو او هر قسمه اسلحه باندي پابندي لګولي شوي ده او يونيورسټئ کښي د نشه يي توکو په راوړلو او استعمال باندي هم بنديز لګولي شوي دي۔
د انتظامیې له مخې د سرغړونې په صورت کې به د یونیورسټۍ قانوني کمېټۍ د سزا فیصله کوي، د امن او امان ساتلو لپاره به په کیمپس کې درنه پولیس ګمارل کیږي.د يونيورسټۍ انتظاميې د پرېکړو عملي کولو لپاره ډپټي کمشنر پېښور او کمانډنټ پوليس ته خطونه استولي دي۔