د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وايي د پاکستان د زرمبادله ذخائر څلور اربه نه بلکې لس اربه ډالره دي
باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وايي د پاکستان د زرمبادله ذخائر څلور اربه نه بلکې لس اربه ډالره دي.
رسنیو سره په خبرو کښې اسحاق ډار وويل که پاکستان په خپل وخت قرضونه ادا کړي نو د پاکستان د زرمبادله ذخائر به ډير زر يو ځل بيا مستحکم شي.
ده ووئيل د پاكستان د بهرنۍ اسعارو ذخيره 4 اربه ډالره نه ده بلكې 10 اربه ډالره دي٬ 6 اربه ډالره تجارتي بانكونه هم د پاكستان سره دي۔
اسحاق ډار وويل، چې د پيسو نړيوال صندوق (آي اېم اېف) يو پلاوى به ډېر ژر پاکستان ته سفر وکړي، په ژنيو کې به د اى اېم اېف له چارواکو سره هم ليدنه وکړي، د عربي هېوادونو په ګډون د دوستو هېوادونو مرستې به ډېر ژر پاکستان ته ولېږدول شي.