د تحریک انصاف نه جلا شوي پخواني مشرانو د نوي سیاسي ګوند جوړولو ته تیاری نیولی او په دې لړ کې یې رابطې پیل کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف نه جلا شوي پخواني مشرانو د نوي سیاسي ګوند جوړولو ته تیاری نیولی او په دې لړ کې یې رابطې پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې په پام کې ده چې د مرکزي او جنوبي پنجاب مهم سیاستوال په نوي ګوند کې شامل شي. د جهانګير ترين، عليم خان او چوهدري سرور ډلې له کسانو سره تماس نيول کېږي.سرچينې وائي چې دپي ټي ائي په ضد جوړ شوى نوى گوند به هڅه کوي چې په پنجاب اسمبلۍ کې له ٤٠ څخه تر ٤٥ چوکۍ ترلاسه کړي.

د تحريک انصاف د منحل شويو غړو په ګډون د نوي ګوند جوړولو تيارۍ پيل شوې، د پي ټي ايي د پخوانيو مشرانو په مشرۍ د نوي ګوند پر جوړولو سلا مشورې روانې دي او د جوړولو لپاره يې د تماسونو او غونډو لړۍ پيل شوې ده. د نوي ګوند.دسرچينو ترمخه دپي ټي ائي منحرف شوي غړو پشمول دنورو سياسي گوندونو غړي به هم راغونډ کړل شي اؤ دجهانگير ترين ترڅنگ به دعليم خان اؤ چوهدري سرورگروپ له خلکو سره رابطه کيږي.

د نوي ګوند مشري به د پي ټي ايي پنجاب يو پخواني مهم شخصيت کوي، نوى ګوند به په عامو انتخاباتو کې په خپل انتخابي نښان سره سيالي کوي، نوى ګوند به په پنجاب کې د پي ټي ايي په قوي حلقو کې خپل کانديدان کوي.

سرچینه وايي، نوی ګوند به هڅه وکړي چې په قامي اسمبلۍ کښې له ۱۵ تر ۲۰ څوکیو وګټي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网