د لاهور احتساب عدالت د مني لانډرنګ او ناجائز اثاثو په مقدمه کې د وزيراعظم د زوی سليمان شهباز عبوري ضمانت د جنورۍ تر ۲۳مې پورې غځولی دی

0
86

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور احتساب عدالت د مني لانډرنګ او ناجائز اثاثو په مقدمه کې د وزيراعظم د زوی سليمان شهباز عبوري ضمانت د جنورۍ تر ۲۳مې پورې غځولی دی.

د وزيراعظم د زوي سليمان شهباز وکيل د مني لانډرنګ او غيرمتناسب اثاثو په مقدمه کې د قامي احتساب بيورو (نیب) سوالنامې ته جواب جمع کولو لپاره مهلت غوښتی دی.
د احتساب عدالت معزز جج د نيب د تحقيقاتي افسر نه پوښتنه وکړه چې تحقيقات چرته رسيدلي دي؟ تفتيشي افسر جواب ورکړو چې سليمان شهباز ته سوالنامې ورکړې شوې دې، هغه دې جواب جمع کړي.

د سليمان شهباز وکيل د نيب سوالنامې جواب جمع کولو لپاره مهلت وغوښته۔

عدالت د سليمان شهباز عبوري ضمانت د جنورۍ تر 23مې نېټې پورې غځولې او نيب ته يې امر کړی چې تر راتلونکې اورېدنې پورې دې پلټنې بشپړې کړي.له دې وړاندې سليمان شهباز د سنټرل لاهور خصوصي عدالت ته وړاندې شو چرته چې د سليمان شهباز د عبوري ضمانت درخواست اورېدنه وشوه.

د سليمان شهباز وکيل وايي، چې پرون د سلمان شهباز په اړه څېړنه وشوه، محکمې له څارنوال پوښتنه وکړه، چې ۱۵ ورځې يې څه کول؟ څارنوال ورته په ځواب کې وویل، ډېر شیان شته، ښه به وي چې لږ وخت راکړو.

د سليمان شهباز وکيل امجد پروېز وويل اوس دا ليدل پکار دي چې د مني لانډرنګ جرم به جوړ شی او که نه.

Leave a reply