په امریکا کې یوه شپږ کلن زده کوونکي(طالب علم) پر ښځینه ښوونکې ډزې کړې دي، ښوونکې(استاذه) ی ټپي کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
په امریکا کې یوه شپږ کلن زده کوونکي پر ښځینه ښوونکې ډزې کړې دي.
د بهرنيو ميډيا له مخې دا پېښه د ورجينيا په رياست كښې رامخې ته شوې چرته چې يو زده كوونكي د ريچنك په لېسه كښې په ښځينه ښوونكي ډزې وكړې چې له امله يې هغه سخته ژوبل شوه۔
د رسنیو د راپورونو له مخې، چارواکي وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه طالب علم وسله له کومه ځایه ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې په دې پېښه کې مرمۍ په تصادفي ډول نه ده لګېدلې.
د راپورونو له مخې پېښه د لومړي ټولګي په یوه ټولګي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د زده کوونکي او ښوونکي تر منځ د څه شي پر سر شخړه وشوه، چې وروسته هلک پر ښوونکي ډزې وکړې.
پولیس وايي، چې دغه زده کوونکي کومه اتومات وسله نه لرله، نو له همدې امله یې په عادي تومانچې ډزې وکړې.۳۰ کلنه ښوونکی چې په ډزو ویشتل شوی، روغتون ته په نازک حالت کې رسول شوی ذه.
دا خبره د یادونې ده چې د میی په میاشت کال ۲۰۲۲ کښې هم د امریکا د تکساس ایالت چارواکو د بیان له مخې یوه وسله وال د سه شنبې په ورځ په یوه لومړني ښوونځي کې لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل، چې ډېری یې د ښوونځي ځوان زده کوونکي وو.
د ټیکساس په اوولډ کې د سه شنبې قتل عام په متحده ایالاتو کې د K-12 ښوونځي دوهم وژونکی برید و چې ثبت شوی و، یوازې په کنیکټیکټ کې د سنډي هوک ایلیمینټري کې د 2012 برید څخه وروسته چې 26 قربانیان یې ووژل.