عمران خان د پنجاب اسمبلۍ کښې د اعتماد رايې اخستلو او راتلونکي انتخاباتو ته د تیارې کولو لارښوونه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان په مشرۍ کښې د پنجاب صوبې د وزيرانو غونډه شوې ده۔
ملاقات کښې عمران خان د پنجاب اسمبلۍ کښې د اعتماد رايې اخستلو او راتلونکي انتخاباتو ته د تياريانو هدايت کړے دے۔عمران خان ویلي، چې وارد شوې ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې له ټاکنو څخه وتښتي، سازشي ډله هڅه کوي، چې له اسلام اباد وروسته د کراچۍ ښاروالۍ له ټاکنو څخه وتښتي، دوی پوهېږي، چې ولس دوی په بشپړ ډول رد کړي دي.
عمران خان وايي، په اسمبلۍ کې د باور رايې ترلاسه کولو وروسته به د ټاکنو لپاره خلکو ته ځو، د هېواد د ستونزو حل يوازې د نويو ټاکنو او د خلکو په خوښه راغلى حکومت ورکولاى شي.






