د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د مسلم ليګ (ن) سينيئر نائب مشرې مريم نواز لپاره د نيکو هيلو څرګندونه کړې ده۔ فواد چوهدري په ټويټر يو پېغام کښې مريم نواز ته د نيکو هيلو څرګندونه کړې او ليکلي يې دي چې هغه دې زر روغه جوړه شي

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري د مسلم ليګ (ن) سينيئر نائب مشرې مريم نواز لپاره د نيکو هيلو څرګندونه کړې ده۔ فواد چوهدري په ټويټر يو پېغام کښې مريم نواز ته د نيکو هيلو څرګندونه کړې او ليکلي يې دي چې هغه دې زر روغه جوړه شي.
ياده دې وي چې د پاکستان مسلم ليګ (ن) د مشرې مرستيالې مريم نواز تيره ورځ په جنيوا کې عمليات شوي وو. په ټوېټر جاري شوي بيان کې مريم اورنګزېب ليکلي چې مريم نواز شريف په جنيوا کې د ستوني له عملياتو وروسته ښه دی، د هغې عمليات درې ساعته روان وو. مريم اورنګزېب وويل مريم نواز د هغو خلکو او کارکنانو مننه وکړه چې د دعا او نيکو هيلو پېغامونه يې لېږلي دي.






