احتساب عدالت د خزانې وزير اسحاق ډار د اثاثو ضبطولو حکم واپس اخستې

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: احتساب عدالت د خزانې وزير اسحاق ډار د اثاثو ضبطولو حکم واپس اخستې. د اسلام اباد د احتساب محکمې قاضي محمد بشیر د اسحاق ډار د اثاثو د ضبطولو حکم بیرته اخیستلو تحریري پریکړه وکړه.
احتساب عدالت د اسحاق ډار خلاف د نيب ريفرنس واپسي نه پس د اکاونټس او اثاثو په اړه فيصله جاري کړه چې پکښې د خزانې وزير د اثاثو ضبطول ختم کړل شوي او بينک اکاونټس هم بحال کړے شوے دے۔
محکمې ویلي چې اسحاق ډار ځان تسلیم کړی او محاکمه یې د واک د ختمیدو له امله پای ته رسیدلې، په داسې حال کې چې استغاثه دا هم ویلي چې عدالت باید د قانون مطابق مناسب حکم صادر کړي نو ځکه د اسحاق ډار د اثاثو د ضبطولو حکم بیرته اخیستل کیږي. ياده دې وي چې په 11 دسمبر 2017 د احتساب عدالت د اثاثو په ريفرنس کې د اسحاق ډار د اثاثو د ضبطولو امر کړی و، د اسحاق ډار په لاهور کې د بانکي اکاونټونو او کور د ضبطولو حکمونه ورکړل شوي وو.






