هيله ده چې پرويز الهي به مشکلات پيدا نه کړي: د پي ټي ایی مشر
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر اسد عمر وئيلي دي چې پرويز الٰهي تر اوسه نه دي ويلي چې اسمبلۍ به نه منحل کوي، هيله ده چې پرويز الهي به مشکلات پيدا نه کړي.
هغه وويل، چې د ګوند دوه يا درې غړي شته، چې ګوند پرې شک لري، خو تر اوسه يې يو هم په رسمي توګه نه دى پاتې شوى.
اسد عمر دا هم ومنله چې د اسمبلۍ منحلولو په اړه په پارټۍ کې اختلاف موجود و، خو کله چې پرېکړه وشوه نو ټول پرې ولاړ دي.