په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او چین ترمنځ د ۲۵ کلن اقتصادي تړون لاسلیک شو.
باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او چین ترمنځ د ۲۵ کلن اقتصادي تړون لاسلیک شو.
دا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له جوړېدو راهیسې له کومې بهرنۍ کمپنۍ سره د افغانستان لومړی قرارداد دی.د امریکايي نشراتي ادارې د راپور له مخې دغه تړون د طالبانو د حکومت او د چین د نفتي موادو د یوې مرستندویه کمپنۍ تر منځ لاسلیک شو.
د هوکړې پر مهال د طالبانو مرستیال لومړی وزیر ملا عبدالغني برادر او په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو هم موجود وو.ملا برادر په دې موقع وویل چې دغه تړون به د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره مهم رول ولوبوي. د چین سفیر وویل، دغه ۲۵ کلن تړون به له افغانستان سره مرسته وکړي چې پر ځان بسیاینې ته لاره هواره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وویل، د دغه تړون له مخې به د مرکزي اسیا د نفتو او ګازو شرکت د سنکیانګ د نفتو او ګازو د ۵ زیرمو د کشفولو لپاره په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره او په راتلونکو دریو کلونو کې ۵۴۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د دې هوکړې له مخې به د طالبانو حکومت ۱۵ سلنه عواید د امتیازي فیس په بڼه ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې د تېلو تولید به له ۲۰۰ ټنو پیلېږي او په تدریجي ډول به ۱۰۰۰ ټنو ته لوړېږي.
دغه چینايي شرکت به په افغانستان کې د نفتو د تصفیې لومړنۍ کارخانه هم جوړه کړي، خو که د یوه کال په موده کې د تړون له مخې د ټولو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راشي، تړون به لغوه شي.دغه ۲۵ کلن اوږد مهاله تړون ښيي چې چین په سیمه کې څومره له اقتصادي پلوه فعال دی.
په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل چې د امو سیند حوزې ته څېرمه د تېلو د اکتشاف لپاره د افغان حکومت او د چین د سینکیانګ د مرکزي اسیا د نفتي موادو او ګازو د شرکت ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک کېږي.
په چین کې د افغانستان سفیر وانګ یو په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د امو سیند د نفتو قرارداد د چین او افغانستان ترمنځ یوه مهمه پروژه ده.