د اسراییلو نوي حکومت ګواښ کړی چې د فلسطیني ادارې ځینې عایدات به بند کړي

باغی ټي وي رپورټ
د اسراییلو نوي حکومت ګواښ کړی چې د فلسطیني ادارې ځینې عایدات به بند کړي.
د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، د اسراييلو د کابينې په وروستۍ امنيتي غونډه کې پرېکړه وشوه، چې که فلسطيني اداره له ملګرو ملتونو څخه د اسراييلو د اشغال په اړه د پايلو غوښتنه وکړي، نو يو شمېر عايد به يې هم بند شي.
د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ د فلسطین ادارې د عمومي اسامبلې په غونډه کې د عدالت له نړیوالې محکمې وغوښتل چې د فلسطیني سیمو د اسرائیلو د اشغال پر پایلو غور وکړي.
د تیرې میاشتې په پای کې، بنیامین نتانیاهو، چې د دریم ځل لپاره د اسراییلو لومړی وزیر شو، د ښي اړخو افراطي ګوندونو او یهودي ارتودوکس ګوندونو سره یو نوی ایتلافي حکومت جوړ کړ.






