انس حقاني هیري ته په ځواب کښې ویلي دي چې ښاغلی هیري! هغه خلک چې تاسو وژلي د شطرنج مهرې نه وې، دوی انسانان وو
باغی ټي وي رپورټ
د انګلستان د شهزاده هیري د ۲۵ افغانانو د وژلو په اړه د انس حقاني غبرګون راپارولی دی.
د برتانیې شهزاده هیري په خپل راتلونکي ژوندلیک کې څرګنده کړې چې په افغانستان کې یې شپږ هوايي ماموریتونه کړي او ۲۵ ملکي افغانان یې وژلي دي.
شهزاده هیري په خپل کتاب کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د اپاچي چورلکې پیلوټ په توګه ۲۵ کسان وژلي دي.
هغه لیکلي چې “په افغانستان کې زما د ماموریت پر مهال زما شمېر ۲۵ تنه وو، دا شمېره زما لپاره د خوښۍ سرچینه نه ده، بلکې د شرم خبره هم نه ده، هغه کسان چې په جګړه کې وژل شوي وو،لکه د شطرنج ټوټې د شطرنج له بورډه وایستل شول.
د یادولو وړ ده چې د ډیوک آف سسیکس شهزاده هیري سوانح حیات “سپیر” د جنوري په 10 خپریږي. خو اوس په دې اړه د طالبانو د جګپوړي مشر انس حقاني غبرګون راپارېدلی دی.
انس حقاني په خپل غبرګون کې ویلي، چې هري وژل شوي کسان افغانان وو، چې کورنۍ هم لري.انس حقاني په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې ښاغلی هیري! هغه خلک چې تاسو وژلي د شطرنج مهرې نه وې، دوی انسانان وو.