د سعودي شهزاده فهد بن منصور السعود د کاروبار د آسانۍ لپاره د پاک-سعودي ټیکنالوجۍ هاؤس جوړولو اعلان کړی

باغی ټي وي رپورټ
د سعودي شهزاده فهد بن منصور السعود د کاروبار د آسانۍ لپاره د پاک-سعودي ټیکنالوجۍ هاؤس جوړولو اعلان کړی، چې مرکزي دفتر به یې په ریاض کې جوړېږي او لومړۍ څانګه به یې په لاهور کې جوړوي.
په لاهور کې د جنورۍ له شپږمې څخه تر اتمې نیټې پورې د فیوچر فیسټ سټک هولډرانو ته په ورچوئل خطاب کې، شهزاده فهد بن منصور السعود د 300 څخه زیاتو پروژو اعلان هم وکړ چې په پاکستان، سعودي عربستان او ټوله نړۍ کې به د 1,000 څخه زیاتې دندې رامینځته کړي.
خپله وینا کښې ده ووئيل لاهور کښې د آئي ټي کمپنۍ جوړولو سفر 5 کاله وړاندې شروع شوے وو او پاکستان کښې د آئي ټي په څانګه کښې بې حده استعداد شته۔
بايد يادونه وشي، چې د سږ کال په درې ورځني راتلونکي فيستوال کې به له څه دپاسه ٣٠ هېوادونو څه باندې ٥٠ زره کسان، ٢٠٠ نندارچيان، ٥٠٠ پيل کوونکي او ٣٠٠ نړيوال ويناوال ګډون وکړي.






