د نااهل اعلان کیدو پرته هم د پي ټي آیی د مشر په څوکۍ پاتې کیدو په ځواب کښې د پاکستان ټاکنو کمیشن عمران خان ته نوټس جاري کړې دې
باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان اليکشن کميشن د تحريک انصاف د مشر عمران خان د لرې کولو په لړ کښې عمران خان ته نوټس جاري کړے دے۔
اليکشن کميشن عمران خان ته د جنورۍ په 11مه نيټه د سهار لس بجې طلب کړې دې۔ په نوټس کې ویل شوي چې عمران خان باید په ټاکلې نېټه په شخصي توګه یا د وکیل له لارې حاضر شي.
د اليکشن کميشن په نوټس کې ويل شوي چې د هغه د نااهلۍ باوجود هغه د ګوند مشر دی.
ياده دي وي چي اليکشن کميشن د توشه خانه کيس کښي د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان نااهله ګرځولي وو۔ د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کښې پنځه کسیزه بنچ په متفقه توګه فیصله کړې ده.