قانوني کارپوهانو د پي ټي ايي په مشر عمران خان د بريد په پلټنو کې نيمګړتياوې په ګوته کړي دي

0
174

باغي ټي وی رپورټ

لاهور: قانوني کارپوهانو د پي ټي ايي په مشر عمران خان د بريد په پلټنو کې نيمګړتياوې په ګوته کړي دي.

دپوليسو دسرچينو له مخې په عمران خان دحملې په اړه دپي ټي ائي لخوا پخپله جوړې شوې جي آئي ټي رپورټ کېس کمزورى کړى دى.

قانوني ماهرین وايي د برید نه وروسته د ځايي روغتون لخوا د میډیکو قانوني مقدمه نه وه ترسره شوې، ایف آئي آر د پېښې څلور ورځې وروستو درج کړی شوی وو، د ملزم نوید سره د وسلې موندلو مقدمه هم څو ورځې وروستو درج شوې وه.

د حقوقي کارپوهانو په وینا هغه مرمۍ چې معظم یې وواژه د SMG توپک وه. د پي ټي آئي د جاري شوي جے آئي ټي رپورټ ترمخه د موقعې نه 47 ډزې شوي دي۔

د حقوقي چارو پوهان وايي، چې د تورن د ويډيو خپرېدو د پېژندنې پر بهير هم اغېز کړى، د پېژندنې تر پريډ پورې به لوړ پوړي تورن ته د خپل مخ پټولو لپاره وړاندې کېدل.

قانوني ماهرین دا هم وايي چې جے آئي ټي د ایف آئي آر درج کیدو نه 12 ورځې وروسته جوړه شوې وه، د تحقیقاتو لپاره د جے آئي ټي غړي 3 ځله بدل کړل شوي وو، جے آئي ټي د پيښې څو ورځې وروستو یوازې ملزم عدالت ته وړاندې کړی وو، کنټینر هم نه وو. په وزیراباد کې له برید وروسته سمدستي وتړل شو.

Leave a reply