کراچۍ نه تر خیبر پورې د اوړو بیې له کنټروله وتلې چې له امله یې ډوډۍ هم د خلکو له لاسه وتلې او ستونزو سره مخ دی

0
210

باغي ټي وي رپورټ
له کراچۍ نه تر خیبر پورې د اوړو بیې له کنټروله وتلې چې له امله یې ډوډۍ هم د خلکو له لاسه وتلې او ستونزو سره مخ دی.

په لاهور کې د ۱۵ کیلو اوړو بیه ۱۵۰ روپو پورې ګرانه شوې ده چې ورسره د اوړو بیه ۲۰۵۰ روپو ته لوړه شوې ده، په دوه اونیو کې د ۱۵ کیلو اوړو بیه تر ۳۰۰ روپو پورې ګرانه شوې ده.

بلخوا په پيښور کې د شل کلو ښه اوړو يوه بوجۍ له ٢٨٠٠ نه تر ٣١٠٠ روپو پورې خرڅيږي او د ٢٠ کلو مکس اوړو بيه له ٢٧٠٠ نه ٣٠٠٠ روپو ته لوړه شوې ده.

په حیدراباد کې هم د اوړو بیه ۱۶۰ روپۍ لوړه شوې چې له امله یې ښاریانو د ارزانه اوړو لپاره په اوږده کتارونه کښې ولاړ وی چې سرکاری ارزانه اوړه ترلاسه کړي .

Leave a reply