حکومت د دیني مدرسو د بانکي اکاونټونو پرانستلو څخه بندیز لرې کولو پریکړه کړې ده.

0
190

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد: حکومت د دیني مدرسو د بانکي اکاونټونو پرانستلو څخه بندیز لرې کولو پریکړه کړې ده.

وزيراعظم شهباز شريف سره د مدرسو اتحاديې وفد ملاقات کړې چې پکښې مولانا فضل الرحمان، مفتي تقي عثماني، مولانا حنيف جالندھري، مفتي منيب الرحمان، صاحبزاده عبدالمصطفي هزاروي، پروفيسر ساجد مير، مولانا عبدالکبير آزاد، مولانا فضل رحيم اشرفي او نور پوهان شامل دي.

پلاوي وزيراعظم ته د مدرسو په اړه د ورپېښو ستونزو څخه خبر كړو په كومه چې وزيراعظم ووئيل د مدرسو د رجسټرېشن عمل اسانه كولو كښې به مرسته كوي او په مدرسو كښې به د عصري تقاضو مطابق تعليم په وركولو كښې هم مرسته كوي۔

وزيراعظم سره د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د ديني مدرسو د مشرانو ترمينځ د ملاقات دننه کيسه مخې ته راغلې ده.

سرچینې وايي، حکومت د اتحاد تنظیم د مدارس دینیه غوښتنې منلي، چې له مخې یې حکومت د مدرسو د ثبت قانون په تعدیل هوکړه کړې ده.

د مجوزه ترمیم ترمخه به د رجسټریشن ایکټ کښې سیکشن 21 شامل کړی شي، د دې ترمیم سره به د مدرسو رجسټریشن د اړونده ضلعو د ډپټي کمشنرانو لخوا کیږي.

وزيراعظم دقانون وزارت ته هدايت وكړو چې قانوني مسوده دې زر ترزره تياره كړي په داسې حال كښې چې دديني مدرسو درجسټرېشن په اړه زورورې ادارې هم په اعتماد كښې اخستل شوي دي۔

دسرچينو له مخې په دغه غونډه کې د ديني مدرسو د بانکي اکاونټونو په پرانستلو د نا اعلان شوي بنديز د ختمولو پرېکړه شوې ده.

Leave a reply