عمران خان ته دپارټۍ دمشرانو لخوا په صوبائي اسمبلۍ کې د اعتماد رايې په اړه بريفنگ ورکړل شوى

0
176

باغی ټی وی رپورټ
پخواني وزیراعظم عمران خان د پارټۍ غړو ته هدایت کړی چې که د پنجاب اسمبلۍ منحلولو کې خنډ شو نو د تحریک انصاف غړي به استعفا ورکړي.
دسرچينو له مخې تحريک انصاف پنجاب اسمبلۍ کې د اعتماد رايې لپاره نوې تګلاره تياره کړې ده. سرچينې وائي چې عمران خان ته دپارټۍ دمشرانو لخوا په صوبائي اسمبلۍ کې د اعتماد رايې په اړه بريفنگ ورکړل شوى.

سرچينې وايي، عمران خان د ګوند ټولو غړو ته لارښوونه کړې چې د جنورۍ له ١١مې مخکې د باور رايې ترلاسه کړي.
دسرچينو ترمخه عمران خان وئيلي دي چې که چرې داسمبلۍ په تحريم کې خنډ شو نو دپي ټي ائي غړي به دپنجاب اسمبلۍ څخه استعفي ورکوي.

ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ غونډه اول د جنورۍ په ١١مه رابللې شوې وه، خو وروسته د اسمبلۍ د غونډې نېټه په نهمه جنورۍ بدله شوه.

په دې اړه د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي وايي زه د اعتماد رايې اخيستلو ته اړتيا نه لرم، په داسې حال کې چې د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان وايي که چوهدري پروېز الهي د اعتماد ووټ واخلي نو د اسمبلۍ منحل کول د هغه حق دی.

Leave a reply