چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا وئيلي دي چې د انتخاباتو ترسره کول د اليکشن کميشن ذمه واري ده او په کراچۍ کې بلدياتي انتخابات نه شي ځنډولی

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا وئيلي دي چې د انتخاباتو ترسره کول د اليکشن کميشن ذمه واري ده او په کراچۍ کې بلدياتي انتخابات نه شي ځنډولی.
د چيف اليکشن کميشنر په مشرۍ کښې د کراچۍ نه حيدر آباد کښې د بلدياتي انتخاباتو په اړه د دوئي انتخابي فهرستونو په اړه د ايم کيو ايم په درخواست اورېدنه وشوه۔
د اوريدنې په مهال چيف اليکشن کمشنر د ايم کيو ايم وکيل ته وويل چې تاسو په مختلفو فورمونو تللي ياست خو دا خبره مو پخوا نه ده پورته کړې، تاسو سپريم کورټ، هائيکورټ او اليکشن کميشن ته تللي خو دا خبره په اول ځل پورته شوې ده. که کومه بله مسله وي، نن یې پورته کړئ ترڅو مونږ یوځای واورو.
چيف اليکشن کمشنر د ايم کيو ايم وکيل ته وويل چې تاسو غلط بيان ورکوئ چې دوه ګوني انتخابي فهرستونه کارول کيږي، مونږ ستاسو دا خبره ردوو چې انتخابات په دوه ګوني ووټ فهرستونو کيږي، تاسو فکر کوئ چې تاسو په انتخاباتو کې ځنډ کوئ، ستاسو دلائل داسې دي. لرې بې ارزښته دي.
سکندر سلطان راجا وویل د کراچۍ ښاروالۍ انتخابات نه شي ځنډول کیدی، د انتخاباتو ترسره کول د الیکشن کمیشن ذمه واري ده.
ورسته د دلائل اوريدو نه پس د اليکشن کميشن دري کسيزه بينچ د ايم کيو ايم په درخواست باندي خپله فيصله محفوظ کړه۔




