د موسمياتو پوهان وائي چې سبا نه په کراچۍ کښې د يخنۍ په شدت کښې د کمي امکان دې۔
باغی ټی وی رپورټ
د موسمياتو پوهان وائي چې سبا نه په کراچۍ کښې د يخنۍ په شدت کښې د کمي امکان دې۔
د موسمياتو پوهان ترمخه د لويديځو هواګانو نظام به سبا بلوچستان ته داخل شي، د لويديځو بادونو تر اثر لاندې به په کوئټه، ژوب، زيارت او نورو سيمو کې د باران او په غرونو د واوره وريدو امکان دے، په داسې حال کې چې د جنورۍ په اتمه نيټه دغه نظام روان دے د هیواد شمالي برخو ته به زیان ورسوي.
د موسمياتو پوهان وائي چې د جنورۍ په نهمه يا لسمه نيټه به د لويديځ د بادونو سيسټم د ملک نه ووځي او د جنورۍ له 10 نه تر 11مې نيټې پورې به د سړې څپې د ملک زياتره برخې تر خپل پوښښ لاندې راولي.
د کراچۍ په حواله د موسمياتو پوهان وائي چې په ښار کې به سبا ماښام يا د شپې نه د يخنۍ شدت کم شي، د شپې به د تودوخې درجه له 10 څخه تر 13 درجو پورې او د ورځې په مهال به د 25 نه تر 27 درجو پورې وي.
د موسمياتو پوهانو وينا ده چې د دغه نظام تر اثر لاندې به کراچۍ کې د جنورۍ له 10 څخه تر 11مې نيټې پورې د يخنۍ شدت هم زيات شي چې له امله به يې د تودوخې درجه يو درجې ته ولاړه شي.