د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد وئيلي دي چې زما او عمران خان د اسټيبلشمنټ سره هيڅ اړیکې نشته خو د لوي سياسي ګوند او اسټيبلشمنټ ترمينځه ښې اړيکې غواړي

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد وئيلي دي چې زما او عمران خان د اسټيبلشمنټ سره هيڅ تعلق نه لري خو د لوي سياسي ګوند او اسټيبلشمنټ ترمينځه ښې اړيکې غواړي۔
لاهور کې له عمران خان سره تر لیدو وروسته شیخ رشید وویل چې د پوځ مشر هم ویلي چې هېواد له نازک وخت څخه تېرېږي.
ده ووئيل د عمران خان او اسټېبلشمنټ سره هيڅ رابطه نشته خو هيله ده چې د لوي سياسي ګوند او اسټيبلشمنټ ترمينځه اړيكې ښې وي۔
پخواني وزیر ویلي چې عمران خان به د پنجاب اسمبلۍ منحل کړي او ۱۳ ګوندونه به ډوب شي، پاکستان به د عمران خان په مشرۍ پرمخ ځي.
هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې هیڅ ځواک نشي کولی د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره د ټاکنو مخه ونیسي.






