د پاکستان تحريک انصاف مشر شهباز ګل د ادارو خلاف بغاوت ته د هڅولو په مقدمه کښې ماسک په مخ په ايمبولينس کې عدالت ته حاضر شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر شهباز ګل د ادارو خلاف بغاوت ته د هڅولو په مقدمه کښې ماسک په مخ په ايمبولينس کې عدالت ته حاضر شوې دې.

د اسلام آباد د ډسټرکټ اينډ سيشن جج جج طاهر عباس سپرا د ادارو په ضد بغاوت ته د هڅولو د مقدمې اورېدنه کوي.

د پي ټي ائي مشر شهباز ګيل په ايمبولينس کې اسلام اباد محکمې ته رسېدلی، شهباز ګيل په امبولانس کې د اکسیجن ماسک اغوستی دی او پرله پسې ټوخی کوي.

د ملزم عماد يوسف وکيل وويل چې موکل يې د ملاريا ناروغي ده نو د حاضرۍ نه د استثني غوښتنه دې وشي.د ملزم عماد يوسف ميډيکل رپورټ عدالت ته وړاندې کړې شو۔

قاضي وويل، داسې ښکاري چې يو قطار دی، شهباز ګيل له لاهور څخه په ايمبولينس کې راغلی او عماد يوسف له کراچۍ نه راغلی دی.

وکيل شهباز ګل وويل شهباز ګل دعدالت څخه بهر په ايمبولينس کې ؤ چې قاضي ريمارکس ورکړو چې معامله روانه ده، داسې ښکاري چې وخت تيريږي.

د شهباز ګل وکيل وويل، چې د ناروغ کس د نيولو وارنټ يې صادر کړي، شهباز ګل له امبولانس نه بهر نه شي وتلای، د اکسیجن ماسک يې اغوستی دی، چې په دې اړه محکمې د شهباز ګل په امبولانس کې د حاضرېدو امر وکړ.

د اسلام آباد ضلعي او سيشن جج د ملزم عماد يوسف د ضمانتي ګرفتاري وارنټ جاري کړي ولي شهباز ګل باندي يو ځل بيا فرد جرم عائد نه کړے شوے دے۔

عدالت د شهباز ګل په ضد د فرد جرم اورېدنه د جنورۍ تر 20مې نېټې پورې وځنډوله او ټولو ملزمانو ته ئې په راتلونكې اورېدنه كښې د حاضرېدو هدايات هم وركړل۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网