د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف او د مسلم ليګ ن سينئر نائب صدره مريم نواز له لندن نه سوئزرلينډ جنيوا ته رسيدلي دي
باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف او د مسلم ليګ ن سينئر نائب صدره مريم نواز له لندن نه سوئزرلينډ جنيوا ته رسيدلي دي۔
وزيراعظم شهباز شريف هم د اتوار په ورځ جنيوا ته رسيږي، نواز شريف به جنيوا کښې د وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات کوي۔
د دې تر څنګ د مريم نواز زوی جنيد صفدر هم په پاکستان کې د دايمي پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.
سرچينې وايي، جنيد صفدر غواړي په سياست کې د خپلې مور مرسته وکړي او د جمعې په ورځ به پاکستان ته ورسېږي.