د پاکستان تحریک انصاف ځايي مشرانو ته په ګوجرانواله کې د پنجاب اعلا وزیر پرویز الهي د طبي تدریسي روغتون د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ځايي مشرانو ته په ګوجرانواله کې د پنجاب اعلا وزیر پرویز الهي د طبي تدریسي روغتون د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د پي ټي آئي مشرتابه د هسپتال په دروازه کښې د سکيورټي کارکونکو لخوا ودرول شو، د هسپتال په دروازه کښې د پي ټي آئي مشرانو او پوليس اهلکارو ترمېنځه سخته لفظي شخړه وشوه۔
یو بل دیکه کول،پورې وهل او پولیسو او د پي ټي آی د مشرانو تر منځ د تودو او ترخو خبرو یوه ویډیو هم خپره شوې ده. په ويډيو کې د قومي اسمبلۍ پخواني غړي ميا طارق، چوهدري صديق مهر، د ښار صدر عزيز لوند ليدل کيږي.
په دې اړه د پي ټي آئي پخوانې ايم اين اے ميا طارق وويل د پي ټي آئي د ګوجرانواله د قيادت سره بد سلوک د شرم خبره ده، د پنجاب وزيراعلي هم زمونږ شکايت له پامه غورځولي وو، د عمران خان سره د ملاقات نه پس به څه شوے دے۔