د پاکستان تحريک انصاف منحرف شوي قومي اسمبلۍ غړي ناصر خان موسی زي ويلي چې د تحريک انصاف د قومي اسمبلۍ ٨٠ فيصده غړو نه غوښتل چې استعفا ورکړي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف منحرف شوي قومي اسمبلۍ غړي ناصر خان موسی زي ويلي چې د تحريک انصاف د قومي اسمبلۍ ٨٠ فيصده غړو نه غوښتل چې استعفا ورکړي، خو عمران خان يې خبره ونه منله او د استعفا پرېکړه يې وکړه.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د پي ټي آئي منحرف شوي قومي اسمبلۍ غړي ناصر خان زئي وئيلي دي چي خپله استعفي به واپس اخلي او قامي اسمبلئ کښي ناست دے. په کيپيټل ټاک پروګرام کې د خبرو په مهال په پنجاب اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړې مومنه وحيد وويل د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي ته به د اعتماد ووټ نه ورکوي.
کوربه حامد میر سره په خبرو کې د مجلس وحدت مسلمین د پنجاب اسمبلۍ غړې سیده زهرا نقوي وویل د مجلس وحدت مسلمین تحفظات او اندیښنې لري چې هغه یې وزیر اعلی ته رسولې خو تحفظات نه دي لرې شوي.