د افغانستان د اورګاډي د ادارې مشر پاکستان ته په سرکاري دوره راغلې دې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د پروژې په اړه د درې اړخیزې کاري ډلې اتمه غونډه د پاکستان د ریل پټلۍ په وزارت کې جوړه شوه، چې په دې غونډه کې د پروژې پر اهمیت، د لومړنیو تخنیکي ارزونو په برخه کې د شویو پرمختګونو او د دې پروژې د ژر پیل لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وشوې.
د غونډې مشري د پاکستان څخه د ریلوې اضافې سکرتر سید مظهر علي شاه، له افغانستان څخه د افغانستان د ریل پټلۍ مشر الحاج ملا بخت الرحمن شرافت او د ازبکستان څخه د اجراییه رییس کمالوف اکمل سید اکبرووچ په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د پروژې پر اهمیت، د لومړنیو تخنیکي ارزونو پر پرمختګ او د امکاناتو د مطالعې د ژر پیل لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وشوې.
دا پروژه به له مزارشریف څخه د پاکستان د ریل پټلۍ له شبکې سره د اوسنۍ ریل پټلۍ وصل کړي، چې پاکستان به د منځنۍ اسیا له جمهوریتونو سره وصل کړي او د برخه اخیستونکو هیوادونو ترمنځ سیمه ییز او دوه اړخیزه سوداګري به اسانه کړي.
د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې د معلوماتو له مخې دغه پروژه به په پنځو کلونو کې د ۶ میلیارده ډالرو په لګښت بشپړه شي.






