د اطلاعاتو لپاره د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي خاص مرستيال بيرسټر محمد علي سيف د هغه د ګرفتارۍ وارنټ جاري کولو په اړه غبرګون ښودلی دی
باغی ټي وي رپورټ
پيښور: د اطلاعاتو لپاره د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي خاص مرستيال بيرسټر محمد علي سيف د هغه د ګرفتارۍ وارنټ جاري کولو په اړه غبرګون ښودلی دی.
پيښور کښې د خبرو په وخت بيرسټر سيف اوويل چې دا يو زوړ او مړۀ کيس دے، ناڅاپه سي ډي اے دا کيس ياد کړ او وارنټ ئي جاري کړل.ياده دي وي چي د اسلام آباد سينيئر سپيشل مجسټريټ سردار محمد آصف د ګرفتاري وارنټ جاري کړي دي۔ د بیرسټر سیف د ګرفتارۍ وارنټ د کیپیټل ډویلپمنټ اتھارټی (سي ډي اے) قواعدو خلاف ورزۍ لپاره د سمنونو باوجود حاضر نه کیدو له امله جاري شوي.
بیرسټرسیف تورن شوی چې د مارګلې غونډۍ طبیعي ښکلا یې ویجاړه کړې ده. د بیرسټر محمد علي سیف خلاف مقدمه د ۲۰۱۸م کال راهیسې روانه ده.