د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې عمران خان دویم نمبرې سړے دے

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې عمران خان دویم نمبرې سړے دے، د هغه سياست د دروغو تورونه لګول او دروغ ويل دی ،بس چې څو پورې د هغه دروغ چلیږي نو چلوي ی.

د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې هغه وويل که عمران خان د دروغو د ازموينې لپاره پولي ګرافيک ټېسټ باندې باور لري نو اول دې د عمران خان پوليګرافيک ټېسټ وشي.
هغه وویل چې پر عمران خان د برید دولس ویډیوګانې شته، که له نوید پرته بل کوم بریدګر وای، نو په دغو دولسو ویډیوګانو کې به یې یوه ښکاره کړې وای. نور ټول زخمیان په لسو پنځلس ورځو کې روغ شول، دوه میاشتې کیږي چې د عمران خان زخم ښه نه دی.
رانا ثناءالله وويل د وزيراباد په پيښه کې يواځې يو کس شامل دى، که دوه نور ملزمان هم وي نو بيا د جي آئي ټي لخوا ولې نه دي موندل شوي؟، عمران خان د تللو، ناستو په مهال تمثيل کوي، دا معلومه شوه چې هغه دروغ وايي.

Leave a reply