بسم الله جان شینواري،د نړیوال کرکټ سازمان(آیی سي سي) افغانې کرکټ امپایر لنډیکوتل ته راغلې وو،د هغه سکول دوره ی کړې چرته ی چې زده کړې کړې وې

د کرکټ نړیوال سازمان آیی سی سی افغان امپایر بسم الله جان شینواري لنډیکوتل ته راغلې وو او د هغه ښوونځي دوره ی کړې چرته ی چې په کال ۲۰۰۲ کښې زده کړې کړې وې.
نصیب شاه شینواري
لنډي کوتل: د افغانستان صوبه ننګرهار سره تعلق لرونکې او د کرکټ نړیوال امپایر بسم الله جان شینواري نن د زیارت په ورځ د تاتارا پبلک هائي سکول او کالج(لنډي کوتل) دوره وکړه.
د تاتارا پبلک هائی سکول پخوانی زده کوونکي او د ICC (کرکټ نړیوال سازمان) امپایر بسم الله جان شینواري د تاتارا پبلک هائي سکول او کالج دوره وکړه، پرنسپل فریدالله شینواري او ولی خان شینواري، استاذانو او شاګردانو د افغانستان دې ځلنده ستوري او نړیوال امپایر او ددې تعلیمي ادارې پخواني زده کوونکي ته ښه راغلاست اوویل.
په دې موقع د آیی سي سي امپایر بسم الله جان شینواري وویل زه ویاړ احساس کوم چې خپل ښوونځي ته راغلی یم او ټولو ښوونکو ته سلام کوم چې زه ی دې مقام ته رسولې یم، هغه وویل چې د قبایلي سیمو زده کوونکي او لوبغاړي د ښه استعدادونو او صلاحیتونو خاوندان دي او هم دې قبایلي پښتنو ځوانانو د قوم او ملک نامه روښانه کړې ده.
نوموړي په زده کوونکو زور ورکړو چې دوی دې خپل ټول وخت ښوونځي او زده کړو ته ورکړي ترڅو دوی اعلی تعلیم حاصل کړي او د خپل قام او وطن خدمت وکړي.

ولي خان شینواري چې ددې تعلیمي ادارې اداري مشر دي رسنیو ته اوویل چې بسم الله جان شینواري په کال ۲۰۰۲ کښې زمونږ د ادارې یو تکړه زده کوونکې وو او هم زمونږ سکول څخه ی د لسم ټولګي امتحان پاس کړې وو.
نوموړي اوویل چې زمونږ تعلیمي ادارې د بسم الله جان په څیر تکړه او باشعوره ځوانان پیدا کړي دي چې د ژوند په بیله بیلو برخو کښې خدمتونه ترسره کوي .
نوموړي زیاته کړه چې زمونږ د تعلیمي ادارې څخه فارغ شوي باشعوره او تکړه ځوانان د قوم او وطن نمایندګي کوي او د وطن او پښتنو نامه ی روښانه کړې ده.
نوموړي اوویل چې دا ځوانان نړۍ ته د امن ، ترقې او خوشحالۍ پیغام ورکوي او وایی چې پښتانه یو امن خوښې قام دې.

………………………





