د خيبر پښتونخوا حکومت وياند بيرسټر محمد علي سيف د نيولو وارنټ جاري کړی دی. د نيولو وارنټ د اسلام اباد سينئر سپېشل مجسټرېټ سردار محمد آصف جاري کړی دی

باغی ټی وی رپورټ
د خيبر پښتونخوا حکومت وياند بيرسټر محمد علي سيف د نيولو وارنټ جاري کړی دی. د نيولو وارنټ د اسلام اباد سينئر سپېشل مجسټرېټ سردار محمد آصف جاري کړی دی.

د بیرسټر سیف د ګرفتارۍ وارنټ د کیپیټل ډویلپمنټ اتھارټی (سي ډي اے) قواعدو خلاف ورزۍ لپاره د سمنونو باوجود حاضر نه کیدو له امله جاری شو. سي ډي اے وايي محمد علي سيف د سي ډي اے په نېشنل پارک زون 3 سيمه کښې تعميرات کړي دي۔

د بيرسټر محمد علي سيف د ګرفتارۍ وارنټ ايس ايچ او بهره کهو ته استول شوي دي. محکمې د اسلام اباد پولیسو ته امر کړی چې د جنورۍ په ۱۱ مه بیرسټر سیف ونیسي او عدالت ته وړاندې کړي.

د بیرسټر سیف خلاف د مارګلې غونډۍ قدرتي ښکلا تباه کولو مقدمه د کال 2018 راهیسې روانه ده، د هغه خلاف د لینډ سکیپ آرډیننس، انوائرمینټ ریګولیشن 2008 او ایم ایل آر 82 لاندې مقدمه درج شوې ده. بیرسټر محمد علي سیف ته په 8 فبروري 2018 د CDA مجسټریټ ته د حاضریدو غوښتنه شوې وه.

په بیرسټر سیف هم تور دی چې په شاهدره کې یې د ټراکټور له بلیډ څخه په استفادې سره ځمکه غصب کړې ده. پر محمد علي سیف تور دی، چې د اسلام اباد طبیعي ښکلا یې پر ځمکه د ټراکټور په ښخولو سره خرابه کړې ده.

بیرسټر محمد علي سیف هم په دې تورن دی چې د پرله پسې تعلیق باوجود کار ته دوام ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网