د پنجاب وزیراعلی وایی چې پي ټي آئي دې غير ذمه دارانه بيانونه نه ورکوي او د اعتماد رايې اخستلو ته ضرورت نشته
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي پرويز الهي به د اعتماد راي واخلي او که نه؟ پرويز الاهي وايي، د باور رايې په اړه د والي مکتوب نه مني، د باور رايې اخيستل د والي د مکتوب د منلو په مانا دي.
د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي وئيلي دي چې ګورنر د اعتماد رايې اخستلو لپاره غير قانوني امر ورکړے دے مونږ دا نه منو.د پنجاب اعلی وزير د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) لخوا د اعتماد رايې اخستو له اعلان څخه ځان لرې کړی او ويلي يې دي چې د اعتماد رايې اخستلو ته ضرورت نشته، غير مسؤلانه بيانونه دې نه کوي، د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه دې خپل حال ياد کړي. , د هغه ژبې ځړول شوې وې.
پرويز الاهي وويل د عمران خان د ويژن په اساس پرمخ ځي. پروېز الهي هم عمران خان له قائد اعظم وروسته ستر مشر بللی دی.د عمران خان په مشرۍ کښې نن د پنجاب وزيراعلې د اعتماد رايې اخستو لپاره د تګلارې جوړولو لپاره غونډه کيږي۔
د مجلس وحدت المسلمین غړې زهرا نقوي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مومنه وحید اعلان کړی چې پروېز الهي ته به رایه نه ورکوي.