د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د قرآن کريم د مستند ژباړې لپاره به پر ټولنيزو رسنيو څارنه کوي

0
165

باغی ټي وي رپورټ
حکومت پرېکړه کړې چې د قرآن کريم د مستند ژباړې لپاره به پر ټولنيزو رسنيو څارنه کوي.

د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله او د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور په اسلام آباد كښې ګډه خبري كنفرنس وكړو۔
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې د مذهبي چارو وزارت د قرآن پاک يو مستند نسخه مرتب کړې ده، د دې نسخې منظوري به د صوبائي قرآن بورډ لخوا ورکول کيږي، ځينې خلک په سوشل ميډيا د خپلو خواهشاتو مطابق د قرآن پاک ترجمه هم کوي. د پاکستان د مخابراتو اداره (PTA) به د مذهبي چارو له وزارت سره په همغږۍ دغه پروسه وګوري.

رانا ثناءالله ووئيل د قرآن كريم مستند ترجمه به هرې ضلعې او هر تحصيل ته رسولې شي۔

په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور ووئيل چې دا يو فرض دے، مونږ يې د پوره كولو كوشش كوو، لاهور هائي كورټ په دې لړ كښې ښه كار كړے دے، مونږ د قرآن كريم د حفاظت لپاره پخوا هم فعال يو۔ قران کریم زمونږ دیني دنده ده. مفتي عبدالشکور وویل چې د قرانکریم د ژباړې په اړه چې پخوا هم شوې ده، ټول متفق دي.

Leave a reply