ډيره اسماعيل خان کښي نامعلومه کسانو د پوليو ضد کمپاین ټيم سکيورټي لپاره ګمارلي پوليس ګاډي باندي د لاسي بم حمله کړي ده

0
100

باغی ټي وي رپورټ
ډيره اسماعيل خان کښي نامعلومه کسانو د پوليو ضد کمپاین ټيم سکيورټي لپاره ګمارلي پوليس ګاډي باندي د لاسي بم حمله کړي ده چي پکښي دري اهلکار ژوبل شوي دي۔

دپوليسو ترمخه نامعلومو کسانو دپوليسو په ګاډي موسى زي سره نزدې دپوليو ضد ډلې په گاډي ډزې کړي اؤ لاسي بمونه يې غورځولي دي.

دپوليسو ترمخه په دغه ترهه گريز بريد کې 3 چارواکي ژوبل شوي دي، دکوک رسپانس فورس سمدلاسه دپيښې ځايې ته رسيدلى چې وروستو دامنيتي ځواکونو اؤ ملزمانو ترمينځ دډزو تبادله شوې ده.
دپوليسو چارواکي وايي چې ژوبل شوي پوليس روغتون ته ليږدول شوي دي.

د پولیسو په وینا برید کوونکي د ځنګل په لور په تېښته بریالي شوي او ددوی پلټنې روانې دي.

Leave a reply