د خیبر پښتونخوا ډرګ کنټرول ادارې په یو ګودام چاپه وهلې ده او په لکونو شمیر کښې جعلي کینوله نیولې ده

0
182

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا ډرګ کنټرول ټاسک فورس په يو ګودام چاپه وهلې او د کروړونو روپو په ارزښت يې جعلي کینولا برآمد کړې ده.

د ډرګ د کنټرول ټاسک فورس ترمخه په جي ټي روډ باندي په يو ګودام باندي چاپه وهلي او 3 لاکه جعلي کينوله ی برآمد کړي شوي دي، د ګودام نه مشينري هم برآمد کړي شوي او څلور ملزمان نيولي شوي دي۔

د ټاسک فورس په وینا ، تورنو کسانو به دا جعلي کینوله جوړوله او بیا به ی ټاپه کول او په بازار کې به یې پلورل ،ددوی وینا ده چې دا د 4.5 کروړه روپیو نرخ سره د 3 لاکه زیاته کینوله وه چې دوی برامد کړه.

Leave a reply