جماعت اسلامي په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو او مردم شمارۍ په اړه د سندهه وزيراعلي هاؤس مخې ته د احتجاجي ناستې اعلان کړى دى

باغی ټي وي رپورټ
جماعت اسلامي په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو او مردم شمارۍ په اړه د سندهه وزيراعلي هاؤس مخې ته د احتجاجي ناستې اعلان کړى دى.
د جماعت اسلامي کراچۍ امير حافظ نعيم الرحمان د پارټۍ مشرانو سره د خبري غونډې په مهال وويل سياسي ګوندونه وايي چې د ووټر فهرستونه سم نه دي خو د سندهه حکومت يواځې اختلافي نوټ ليکلي نور څه نه دي کړي.
هغه وويل چې په پوليسو کښې ګمارنې بايد په سياسي بنيادونو و نه شی ،باید دا کار ختم شی، هغوی اوویل چې دا د آئي جي دنده ده چې استخدام په ميرټ وکړي دا په ټوله نړۍ کې قانون دی چې ځايي خلک بايد په کښې واخستل شي.
هغه زياته کړه، چې په کراچۍ کې پوليس د سړکونو د جرمونو په مخنيوي کې په بشپړه توګه پاتې راغلي، د سړکونو کرائم او نشه يي توکي دوه سترې ستونزې دي.
د جماعت اسلامي کراچۍ امير دا هم وويل چې د پوليسو له همکارۍ پرته د نشه يي توکو ډنډونه نه شي چلېدلى، که د سړکونو کرائمونه بند نه شي نو بيا پوښتنه دا ده چې رينجرز او پوليس څه کوي؟ رېنجرز ته دې د سړکونو د جرمونو د مخنيوي لپاره پوره واک ورکړل شي.
حافظ نعيم الرحمان وويل نن مازيګر څلور بجې به د وزيراعلي هاؤس مخې ته پرامن احتجاجي دھرنه کوو او غوښتنه کوو چې په کراچۍ کې دې په سمدستي توګه بلدياتي انتخابات وشي.






