افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی 

0
119

افغان حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی 

دې وروستیو کې پاکستان هم په کراتو پر افغان چارواکو تور پورې کړی چې د دوی د حکومت مخالف وسلوالو ته یې خپله خاوره کې ځای ورکړی، خو دفاع وزیر د پاکستان دغو تورونو ته تند ځواب ورکړ او نړۍ ته یې تېر کې په وار_وار ویلي، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې افغانان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

(2023 / 1 / 5   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
وروسته له هغې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړ، د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د نوموړي دغه څرګندونې وغندلې او ټینګار یې وکړ، چې دوی له نړۍ سره پر خپلو ټولو ژمنو پابند دي.

کریمي زیاته کړې، داسې هېڅ شواهد نشته چې د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد کارول شوې وي.

اړوند موضوعات:

یعقوب مجاهد ټام وېسټ ته له افغان خاورې بهرنیو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی

Leave a reply