د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير برادر به د اسلامي هېوادونو سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ته رسمي دوره کوي.

0
110

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال عاصم منير برادر به د اسلامي هېوادونو سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ته رسمي دوره کوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې، د پوځ مشر به د وروڼو هېوادونو له مشرانو سره لیده کاته کوي، د پوځ مشر به د جنورۍ له څلورمې تر لسمې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو دوره کوي.د آئي ايس پي آر ترمخه جنرل عاصم منير به د اسلامي اخوان المسلمين د هېوادونو مشرانو سره ملاقاتونو کښې د دوه اړخيزه ګټو، پوځي همکارۍ او دوه اړخيزه مسئلو په اړه خبرې اترې کوي۔

دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر په داسې وخت کښې د سعودي دوره کوي چې اپوزیشن د پی ډي آیم په اتحادي حکومت نیوکې کوي او وایی چې دوی پاکستان ډیفالټ ته نزدې کړي بلکه پاکستان ډیفالټ شوي دي خو بل لوري ته د پي ډیم حکومت، وزیراعظم شهباز شریف او وفاقی وزیر خزانه اسحاق ډار دا خبرونه ردوي او وایی چې پاکستان اقتصاد به بحال کړي او دوی به هیواد ډیفالټ کولو ته پرې نه ږدي.

Leave a reply