په تورخم پوله دې ځایی سوداګرو او مزدورانو سره نرمي وکړې شي : قاری نظیم ګل شینواري

فایل فوټو: قاري نظیم ګل شینواري
نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله تورخم ځایی اولس او سوداګر له ډیرې مودې راهسې شکایت کوي چې دوی ته په تورخم پوله اسانتیاوي نه ورکول کیږي،دوی سره سختي شی او دوی سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
قاري نظیم ګل شینواري چې د جمعیت علمای اسلام ف ګوند یو وتلې مشر دې، رسنیو سره خبرو کښې اوویل چې لندیکوتل یوه خشکه سیمه ده، دلته نه د کرکروندې کار شته او نه څه کارخانې.
هغه اوویل چې د لنډیکوتل اولس لپاره د امدن او د خپل خاندان ساتلو لپاره دا یو تورخم وو خو بده مرغه په تورخم پوله هم د لنډیکوتل غریب اولس لپاره په تورخم پوله هم د مزدورې او روزګار په اړه ستونزې او خنډونه رامخې ته کیږي چې له وجهې ی دا اولس له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
هغوی غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې ځایی اولس سره دې د مزدورې او کاروبار په اړه نرمي وکړې شی چې دوی وکولې شی چې خپل خاندان لپاره یو وخت د امدن ګټلو وسیله جوړه شي.
قاري نظیم ګل شینواري اوویل چې دوی په تورخم پوله د بهرني هیواد د کرنسي سمګلنګ خلاف یو او باید د کرنسۍ سمګلنګ په ضد سخته قانوني کاروایی وشی چې پاکستان څخه د ډالرو او نور د بهر هیواد کرنسي په ناقانونه توګه بهر هیواد ته منتقل نه کړې شي.
دا خبره د یادونې ده چې په تورخم پوله د مزدوارانو اتحادیی مشرانو له مخې په مزدورانو د اهلکارو له لوري تشدد کیږي، دوی سره ظلم او زیاتې کیږي او دوی ته د خپل خاندان لپاره د یو وخت ډوډۍ ګټلو موقع نه ورکول کیږي. دا مشران غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې مزدورانو سره نرمي وشي او په مزدورانو دې زور ظلم او تشدد کول بند کړې شي.
……………………………….






