په جهانګير ترین او د هغه زوی علي ترين باندې مني لانډرنګ ثابت نه شو، ايف آئي اے مقدمه د داخل دفتر کولو پریکړه کړې ده

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د پاکستان تحریک انصاف د مشر جهانګیر ترین او د هغه د زوی علي ترین خلاف مقدمې داخل دفتر کولو فیصله کړې ده.

ايف آئي اے د جهانګير ترين او علي ترين خلاف د اووه اربه روپو مني لانډرنګ مقدمه درج کړي ده۔

دسرچينو ترمخه د ايف آئي اے په پلټنو کې د جهانګير ترين اؤ علي ترين ترمينځ د مني لانډرنگ ثبوت نۀ دى راغلى چې له هغې وروستو يې په دفتر کې د مقدمې درج کولو فيصله شوې ده.

سرچينې وائي چې ايف آئي اے به ډير زر اړونده مجسټرېټ ته دترهه گرۍ دوسيه وړاندې کوي.

Leave a reply