اقتصاد پوهه ډاکټر زبیر خان دعوه کړې ده چې د ټېکسونو په کمولو سره اقتصاد ښه کېدای شي

باغی ټي وي رپورټ
اقتصاد پوه ډاکټر زبیر خان دعوه کړې ده چې د ټېکسونو په کمولو سره اقتصاد ښه کېدای شي.
د جیو نیوز پروګرام کیپیټل ټیک کښې خبرو اترو په مهال ډاکټر زبیر خان اوویل چې د ټېکس نرخ کمولو سره سره امدن زیاتولې شي.
د انرژۍ وفاقي وزير انجنير خرم دستګير چې په همدې پروګرام کې موجود و، په ځواب کې وويل چې دا فورمول نوې نه ده، په امريکا کې هم ورته پاليسۍ پلې شوې، خلک د کمو ټکسونو له امله ډېر لګښت کوي او په دې توګه اقتصاد ښه کېږي.
ياده دې وي چې وفاقي حکومت د اقتصاد د بحالۍ لپاره منصوبه جوړه کړې ده او مني بجټ به ډير زر د قامي اسمبلۍ لخوا منظور کړي شي۔
د وفاقي حکومت د لس کلن جامع اقتصادي راهدارۍ پلان له مخې به هدفي سبسډي صرف کم عايد لرونکو ته ورکولې شي، په پټروليم مصنوعاتو د پټروليم ليوي له 70 څخه تر 100 روپو في ليټر پورې، په دوکاندارانو او تاجرانو اضافي ټېکس لګول شوی دی. وړاندیز شوی
صوبو ته ورکړل شوي فنډونه به د ګاز او بریښنا سکتور کښې د زیانونو سره وتړل شي.




