قومي مشرانو وغوښتل له ا.ا. څخه چې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار حق ته درناوی وکړي

قومي مشرانو وغوښتل له ا.ا. څخه چې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار حق ته درناوی وکړي
په همدې حال کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال په هغه غونډه کې چې په دې ولايت کې د قومونو ترمنځ د يووالي په موخه جوړه شوې وه، نوموړي وويل چې د قومونو د علماوو او مخورو نظرونه ورته مهم دي او د هغوى په مشوره به پر مخ ځي.
(2023 / 1 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خوست ولایت یو شمېر قومي مشرانو له اسلامي امارت غوښتي چې د نجونو لپاره تعلیمي ادارې بېرته پرانیزي.
دوی په دولتي او نادولتي ادارو کې ښځو ته د کار کولو اجازه غواړي. د ولسونو د مشرانو په وینا که په دې برخه کې لازم تصمیم ونه نیول شي، د ولس او حکومت ترمنځ به واټن نور هم زیات شي.
یو قومي مشر شاپور وویل: “ښځو ته باید په دفترونو کې د کار کولو اجازه ورکړل شي او دا به غوره وي چې د اسلامي حجاب په پام کې نیولو سره د نجونو ښوونځیو ته اجازه ورکړل شي.” د قوم مشر سمين خان ځدراڼ وويل: “که زده کړه نه وي، انسان به کوڼ او ړوند پاتې شي، موږ د اسلامي امارت له ټولو مسوولینو څخه غوښتنه کوو چې زموږ د تعلیم څراغ روښانه کړي.»
د قوم مشر توريالي منګل وويل: “که په بېلابېلو ادارو او يا هر هغه ځاى کې چې ښځو ته اړتيا وي، کار وکړي، بايد د اسلامي اصولو او دودونو په چوکاټ کې اجازه ورکړل شي چې زموږ د کلتور خلاف نه وي.”
اړوند موضوعات:
حقاني: د نجونو په اړه د رامنځته شویو ستونزو پر دایمي حل کار روان دی