د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت په هند کښې پر مسلمانانو زمکه تنګ کړې دې، د مسلمانانو کورونه ی نړولي دي

باغی ټي وي رپورټ
د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت په هند کې د مسلمانانو لپاره زمکه تنګ کړه.
د راپورونو له مخې د اتراکنډ ایالت په هالدواني ښار کې د مسلمانانو د ویستلو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.د راپورونو له مخې، د اتراکنډ سترې محکمې په مسلمان مېشتو سیمو کې تر ۴۰۰۰ زیاتو کورونو باندې د بلدوزرونو د چلولو امر کړی او د تعصبي چلند په ښودلو سره یې د مسلمانانو د کورونو د ړنګولو امر کړی دی.د اتراکنډ ایالت په بېلابېلو ښارونو کې د محکمې د یو اړخیزې پرېکړې پر ضد لاریونونه روان دي، له شاوخوا سلو کلونو راهیسې په دغه برخه کې مسلمانان مېشت دي، چې د سختې سړې هوا پر مهال به زرګونه مسلمانې کورنۍ بې ځایه شي.






