افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړې چې د افغانستان خاوره یې د ترهګرو بریدونو لپاره کارولې ده

0
76

باغی ټي وي رپورټ
افغانستان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې رد کړې چې د افغانستان خاوره یې د ترهګرو بریدونو لپاره کارولې ده.

د افغان رسنیو له مخې د افغانستان د حکومت د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي دي چې اسلامي امارت د افغانستان په ټولو سیمو کنټرول لري.

هغه وویل چې د افغانستان له لوري د کوم بل هیواد پر ضد د اقدام ثبوت نشته.د يادونې وړ ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرائس په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي، چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

امریکا د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد د کار اخیستلو د ژمنې د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

دا خبره د یادونې ده چې دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند نيډ پرائس په یو بیان کښې ویلی وو چې دترهه گرۍ په ضد دفاع کول دپاکستان حق دى، پاکستاني اولس دترهه گريزو بريدونو سخت زيانونه زغملي دي.

په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال نید پرائس وویل، له طالبانو باید وغوښتل شي چې خپلې ژمنې پوره کړي، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ د ځالې په توګه ونه کارول شي.

Leave a reply