دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند نيډ پرائس وئيلي دي چې پاکستان دامريکا نزدې سیکوریټي ملګرى دى

0
93

باغی ټي وي رپورټ
دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند نيډ پرائس وئيلي دي چې پاکستان دامريکا نزدې امنيتي ملگرى دى، پاکستان به هغه څه کوي چې په شخصي گټه وي.

په واشنگټن کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال نيډ پرائس وويل دا دپاکستان حق دى چې دخپل ځان څخه دفاع وکړي، دپاکستان اؤ افغانستان په پوله اؤ افغانستان کې ترهګرو ډلو دپاکستاني وګړو ژوند اخستى اؤ دترهه گريزو بريدونو له امله پاکستاني اولس ته زيات زيانونه اوښتي دي.

هغه وویل، دا د پاکستان او امریکا په گټه ده چې طالبان خپلې ژمنې پوره کړي، طالبان دا یقیني کړي چې د سیمې امنیت د داعش، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او القاعده شبکې له خوا نه ګواښي. القاعده.

نید پرائس ویلي، چې ایمن الظواهري په افغانستان کې و، مونږ یې پر ضد اقدام کړی، که اړتیا وه د ګواښ سره د مقابلې لپاره به یو اړخیز اقدام وکړو، مونږ په دې اړه نظر نه شو ورکولای چې پاکستان څه ډول اقدام کولای شي.د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرائس وویل چې په کراس بارډر تشدد له امله ډیر ځانی زیات اړول شوې دې او د TTP په ګډون د ترهګرو ډلو لخوا تاوتریخوالی او تشدد کولو په سختو ټکو کښې غندنه کوو.

Leave a reply