د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف ویلي دي چې د اوربند څخه وتلو پس طالبان په خیبر پښتونخوا کې بریدونه کوي
باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف ویلي دي چې طالبان په خیبر پښتونخوا کې بریدونه او عملیات کوي، له اوربند څخه د وتلو له اعلان وروسته د دوی عملیاتو زور اخیستی دی.
جیو نیوز سره په مرکه کې بیرسټر محمد علي سیف وویل چې دا مهال خبرې اترې ځنډول شوي او اوربند نشته.هغه وویل چې له طالبانو سره د خبرو اترو بهیر د اګست له میاشتې وروسته په ټپه درېدلی و، اوس مهال خبرې اترې هم ځنډول شوې او اوربند نشته.
د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د صفر زغم پریکړه شوې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د اسلام اباد د پولیسو له انسپکټر جنرل سره د ګډې خبري غونډې پر مهال وویل چې د ښو او بدو ترهګرو تر منځ به هیڅ توپیر نه وي.هغه وويل دامنيتي کميټۍ په غونډه کې دفوځ سرلښکر دترهگرو په ضد دزيرو برداشت څرګندونه کړې اؤ د مذاکراتو په ځاي يې دترهگرو په ضد دکارروائي فکر څرگند کړى دى.