د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) لاهور چارواکو د ګوند له مشر عمران خان سره د هغه په کور زمان پارک کښې لیدنه کړې
باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) لاهور چارواکو د ګوند له مشر عمران خان سره د هغه په کور زمان پارک کې وکتل. په غونډه کې عمران خان د ګوند چارواکو ته دنده وسپارله چې په لاهور کې کور په کور کمپاین وکړي. په دې موقع عمران خان ووئيل چې سياسي مخالفان زما نيول غواړي، كه د عوامو فشار وي نو داسې به نه شي۔
عمران خان ویلي د ولس فشار باید دومره وي چې ټول هیواد په یوه غږ سړکونو ته راووځي.
د تحريک انصاف چيئرمېن زياته کړه چې د ترکي صدر طيب اردګان خلاف سازش هم هغه وخت ناکامه شوې چې خلق سړکونو ته راووتل۔
عمران خان وویل چې د پاکستان د ډیموکراټیک تحریک (PDM) فاسده ډله هیواد ته زیان رسوي، دی به هڅه وکړي چې د دغې فاسدې ډلې حکومت ژر تر ژره ختم کړي. بل لوري ته سرچينې وائي چې عمران خان د پي ټي ائي لاهور د چارواکو په کارکردگۍ ناخوښي څرگنده کړې او مشرتابه ته يې غندنه کړې ده. سرچينې وائي چې په ليبرټي جلسه کې دکارکوونکو اؤ خلکو نه راټوليدل دعمران خان د ناخوښۍ سبب شوي.