وفاقی وزیر خزانه ویلي چې د پي ټي آئي دا دعوه چې د دوی په دور كښې 55 لاکه نوكرې پېدا شوې وې حقيقت نه لري
باغی ټی وی رپورټ
د خزانې وزير اسحاق ډار د اقتصاد په اړه د پاکستان تحريک انصاف سپين کاغذ رد کړ. اسلام اباد کې د نورو وفاقي وزيرانو سره د يوې خبري غونډې په مهال اسحاق ډار وويل چې پي ټي آئي په سپين کاغذ سره خلکو د ګمراه کولو هڅه کړې او د وارداتو او برآمداتو په اړه هم خلق ګمراهۍ کوي.
ده ووئيل چې د پي ټي آئي دا دعوه چې د ده په دور كښې 55 لاکه نوكرې پېدا شوې وې حقيقت نه لري۔
ده ووئيل حكومت په 6 مياشتو كښې 3429 اربه روپۍ ټېكس جمع كړې او سږ كال به 7470 اربه روپۍ ټېكس جمع كوي۔
د ډیفالټ په اړه د مالیې وزیر وویل چې د 2023 کال د جون تر 30 پورې به د هیواد مالي حالت د پخوا په پرتله ډیر ښه شي. ده ووئيل چې په حكومتي كچه به ادارې خصوصي كولې شي، حكومت به د آئي اېم اېف سره پروګرام بشپړوي، آئي اېم اېف سره د پاكستان وعدې به پوره كوي، آئي اېم اېف سره نهم او لسم جائزه به كولې شي، په داسې حال كښې چې آئي اېم اېف غوښتنه كړې۔ د سیلابونو سره د مرستې لګښت پروګرام لپاره
اسحاق ډار هيله څرګنده کړه چې روانه مياشت به د سعودي عرب څخه امداد ترلاسه شي. ده وويل چې افراطيت ډېر دردونکى دى،هغوی اوویل چې دوی هڅه کوي چې د پټروليم مصنوعاتو د بیعو کښې زیاتوالې و نه کړي .